معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ایران کې د وروستۍ پېښې په تړاو د لوړ رتبه افسرانو په ګډون ۲۰ تنه نیول شوي

ایران کې د وروستۍ پېښې په تړاو د لوړ رتبه افسرانو په ګډون ۲۰ تنه نیول شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ايراني چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې د ايران حکومت د فلسطين د اسلامي مقاومت “حـ. ـماس” غورځنګ د سیاسي مشر شـ. ـهيد اسـ ـماعيل هـ ـنيه له شـ ـهادت وروسته ۲۰ تنو څخه زيات تورن کسان نيولي دي.

نيويارک ټایمز زياته کړې، چې په نيول شويو کسان کې د استخباراتو او پوځ لوړ رتبه افسران او همدارنګه د هغه مېلمستون ساتونکي هم شامل دي، په کوم کې چې اسـ ـماعيل هـ ـنيه په شهادت رسېدلی.

نیويارک ټايمز همدارنګه د ايران د انقلابي ګارد د يو چارواکي له قوله کاږلي، چې ايران له تېرو دوو ورځو راهيسې د لوړ رتبه اشخاصو د ساتنې پروټو کولونو کې هم ژور بدلون راوستی دی.

د يادونې وړ ده چې تهران د اسرایيلي توغنديز بريد او اسـ ـماعيل هـ ـنيه له شهادت وروسته ايران د ستر غبرګون لپاره تابيا نيسي او د اسرایيلي سرچينو له آنده ښايي، ايران داځل بريد کې ستر او بالستيک توغندي وکاروي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس