کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ ۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کابل ته د فلای دوبۍ هوایي شرکت د الوتنو له پیلېدو وروسته اوس ایر عربیه هوایي شرکت هم کابل ته د خپلو الوتنو د بیا پیلېدو خبر ورکړی.
ملي راډیو تلوېزیون په دوبۍ کې د افغان قونسلګرۍ له قوله ویلي، چې د متحده عربي اماراتو دا هوایي شرکت به د کابل – شارجې ترمنځ الوتنې له سره پیل کړي.
د خبر پر بنسټ، دغه شرکت به د راتلونکې جنورۍ میاشتې له لسمې نېټې کابل ته الوتنې پیل کړي.
دغې هوایي شرکت افغانستان کې تر سیاسي تحول وروسته کابل ته خپلې الوتنې ځنډولې وې.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/