معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ایټالیا کې تر اوسه ۳۲ تنو ډوبو شویو افغانانو هویت معلوم شوی

ایټالیا کې تر اوسه ۳۲ تنو ډوبو شویو افغانانو هویت معلوم شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۳ مه نېټه):
په ايټاليا کې د افغانستان سفارت د يو لړ ټويټونو په کولو سره ويلي، چې د ايټاليا په سوېل کې د ډوبو شويو کډوالو د هويت تر تاييد وروسته، د مړو شويو افغانانو له ډلې یې د ٣٢ تنو هويت ترلاسه کړى دى.
دغه سفارت زیاتوي چې په روم کې د افغانستان سفارت مشرتابه د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت له استازي سره په کتنه کې له افغان کورنیو سره د همکارۍ په برخه کې د اړتیاوو د حل غوښتنه وکړه.
د دغه سفارت د معلوماتو پر بنسټ، له پېښې وروسته د دغه هېواد پنځه اتباع د کروتون په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
دغه کښتۍ چې نږدې ۲۵۰ تنه په کې سپارۀ و، څو ورځې وړاندې د ایټالیا په کروتون ښار کې د سمندر څپو ډوبه کړه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس