کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د افغانستان له وجهي صندوق سره یې ۴.۵ میلیونه یورو مرسته کړې.
یاد سفارت په لیکلي بیان کې ویلي، دا مرسته یې د افغانستان بشردوستانه وجهي صندوق ته چې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو دفتر تر مدیریت لاندې دی، په واک کې ورکړې دي.
د ایټالیا سفارت ویلي، دغه مرسته یې په افغانستان کې بشري ناورین ته د بېړنۍ او اغېزمنې ځوابوینې لپاره کړې ده.
یاد سفارت زیاته کړې، ایټالیا له افغانانو سره د مرستې لپاره خپلو بشردوستانه هڅو ته دوام ورکوي.
ایټالیا له دې وړاندې هم د کډوالو نړیوالې سازمان ته ۳.۵ میلیونه یورو ورکړې وې، څو په افغانستان کې له بې ځایه شویو کورنیو او راستنېدونکو ملاتړ وکړي.
په ورته مهال جاپان هم راستنېدونکو افغانانو سره د ۱.۵ میلیون ډالرو مرستې اعلان کړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/