معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بامیانو کې ښځو ته ځانګړی سوداګریز او فرهنګي مرکز پرانیستل شو

بامیانو کې ښځو ته ځانګړی سوداګریز او فرهنګي مرکز پرانیستل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۳  نېټه):

د راپورونو له مخې د بامیانو ولایتي چارواکو رسنیو ته ويلي، چې دغه ولایت کې یې د ښځو لپاره ځانګړی سوداګریز، تفریحي او فرهنګي مرکز پرانیستی دی.

د راپورونو پر بنسټ، د بامیانو ولایتي ادارې ویلي، چې دا مرکز د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ UNHCR په مالي لګښت مرکز ته نږدې د عیسی خان دښتې په نوم سیمه کې جوړ شوی دی.

د دوی په خبره یاد مرکز د فامیلي بڼ په نوم یادیږي او د حرفوي زده کړو یوه څانګه، هټۍ، رستورانت، یو لوی سالون، شنه ساحه او د تفریحي پارک درلودونکی دی.

د مېرمنو لپاره دا مرکز په داسې مهال پرانیستل کیږي، چې د اوسني سرپرست افغان حکومت له راتلو سره سم نړیوالو د ښځو حقونو د نقض په تړاو چارواکو باندې نیوکې او فشارونه زیات کړي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس