معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله شپږ تنو ژوند بایللی

بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله شپږ تنو ژوند بایللی

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بدخشان امنیې قومندانۍ مسوولینو ویلي، چې د فیض آباد ـ بهارک پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله ۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د ځایي امنیتي مسوولینو په خبره دغه ترافیکي پېښه د فیض‌آباد – بهارک په خواجه عبدالله سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو ویډز ډوله موټر له سړک څخه واوښت او د کوکچې سیند ته وغورځېد.

د دوی په خبره، په دې پېښه کې د بدخشان د محصلینو په ګډون ۶ تنو ژوند بایللی دی.

تېره اونۍ هم په همدې سیمه کې د یوې بلې ترافیکي پېښې له امله ۸ تنه د موټر له غورځېدو وروسته سیند ته لوېدلي وو، چې د څلورو کسانو جسدونه تر اوسه نه دي موندل شوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس