معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / برېښنا شرکت په یو شمېر ولایاتو کې د برېښنا برچاوي زیاتېدو خبر ورکړ

برېښنا شرکت په یو شمېر ولایاتو کې د برېښنا برچاوي زیاتېدو خبر ورکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۲  نېټه):

د راپورونو له مخې د برېښنا شرکت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې ټاکل شوې د ازبکستان وارداتي برېښنا، په یاد هېواد کې د برېښنا تأسیساتو د ترمیم او اساسي رغونې په موخه سر له نن ورځې د سهار له ۸ څخه د مازدیګر تر ۴ بجو پورې ۵۰ سلنه را ښکته کړي، چې له امله به یې ورسره جوخت په یو شمېر ولایتونو کې د برېښنا پرچاوي هم زیاته شي.

افغانستان ۳۰ سلنه برېښنا په کور دننه ترلاسه کوي، خو ۷۰ سلنه نوره یې بیا له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه راواردوي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس