معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بغلان کې به ډېر ژر له سیلاب ځپلو کورنیو سره لومړنۍ مرستې ترسره شي

بغلان کې به ډېر ژر له سیلاب ځپلو کورنیو سره لومړنۍ مرستې ترسره شي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۹ نېټه):
د بغلان ولایت ځايي مسوولین وايي، چې د دې ولایت والي د مرکزي بغلان ولسوالۍ د نوي او زاړه بغلان هغه سیمې له نژدې لیدلي، چې په وروستیو سیلابونو کې یې د اوسېدونکو کورونه او کروندې لمنځه تللې وې.
د بغلان د والي ویاند رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، والي چې د ولایت مقام د دفتر رییس یې ملتیا کوله، د مرکزي بغلان ولسوالۍ په نوي او زاړه بغلان کې له هغو سیمو لیدنه کړې چې د وروستیو راوتو سیلابونو له امله یې د ځايي خلکو کورونه او کروندې زیانمنې شوې.
مجیدي د والي له قوله لیکلي، چې ټولو ریاستونو ته دنده سپارل شوې چې هر څه ژر دې له سیلاب ځپلو کورنیو سره لومړنۍ مرستې ترسره کړي.
ولایت مقام تر دې دمه پورې د راوتو سیلابونو له امله په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د زیانمنو شوو کورنو کره شمېرې نه دي په ډاګه کړي، خو د بغلان د سرې میاشت رییس ویلي، چې په دغه ولسوالۍ کې یې د راوتو سیلابونو له امله ۲۷ کورونه چې قسماً زیانمن شوي وو، سروې کړي او ژر به مرستې ورسره ترسره کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس