معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بغلان کې ترافیکي پيښې له امله یو تن مړ او اووه نور ژوبل شول

بغلان کې ترافیکي پيښې له امله یو تن مړ او اووه نور ژوبل شول

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بغلان امنیې قومندانۍ مطبوعاتي دفتر ويلي، چې د دې ولایت په دوشي ولسوالۍ کې یو ټېلر موټر چې د بغلان مرکز پلخمري ته پر لار و، له سړک اوښتی او اور یې اخیستی.
مسوولین زیاتوي، چې د یاد ټېلر موټر د اور اخیستو له امله یو تن مړ او اووه تنه نور ټپيان دي، چې ټپيان د پولیسو له لوري روغتون ته لېږدول شوي دي.
پولیس وايي، پر وخت یې ټرافیک او اطفایه د افغان دوشي سیمې ته رسېدلې او له نورو رامنځته کېدونکو زیانونو مخنیوی یې کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس