کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي لومړی نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بغلان د امنیې قومندانۍ مسوولینو ویلي، چې د دې ولایت په نهرین ولسوالۍ کې شپږ تنه د پولیسو له لوري د اخلاقي فساد په تور نیول شوي دي.
د بغلان امنیې قومندانۍ ویاند زیاته کړې، چې د دې ولایت په نهرین ولسوالۍ کې شپږ تنه د اخلاقي فساد پر مهال عملاً نیول شوي دي.
برهاني زیاتوي، چې نیول شوي کسان د نهرین په امنیې قومندانۍ کې تر نظارت لاندې دي چې تر لومړنیو څېړنیو وروسته به یې دوسیې عدلي او قضایي بنسټونو ته ولېږدول شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/