معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲ سوو ته لوړ شو

بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲ سوو ته لوړ شو

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۲مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بغلان ولایتي چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د وروستيو سېلابونو له امله ۲ سوه تنه مړه شوي او د دې احتمال شته چې دغه شمېر زيات شي.

د خبر پر بنسټ، د مرکزي بغلان ولسوالۍ د دره صوفیانو سیمې اوسېدونکي چې د سېلابونو له وېرې یوې غونډۍ ته ختلي وایي، د سیمې لسګونه وګړي لا هم ورک دي.

په ورته مهال بدخشان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولینو ويلي، چې د دغه ولایت په ۸ ولسوالیو کې هم سېلابونو خلکو ته د مالي زیانونو ترڅنګ مرګ – ژوبله اړولې ده.

د دوی په وینا دغه سیمه کې تر دا مهاله د پنځو مړو جسدونه وېستل شوي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس