معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بغلان کې د ټرافيکي پېښې له امله یو تن مړ او اووه نور ژوبل شول

بغلان کې د ټرافيکي پېښې له امله یو تن مړ او اووه نور ژوبل شول

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۶مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بغلان د ترافیکو عمومي مدیریت مسوولینو ويلي، چې د شمالي سالنګ په شاول سیمه کې د کابل_پلخمري پر لاره د یوه پکنیک موټر د چپه کېدو له امله یو تن ژوند د لاسه ورکړی او اووه نور ژوبل دي.
د دغه ولايت د ټرافيکو عمومي مدير وايي، دغه پېښه کې یوه مېرمن مړه شوې او د یوې ښځې او ۵ ماشومانو په ګډون ۷ تنه ټپیان شوي دي.
په ورته مهال د بغلان د ولايتي روغتون آمر ډاکتر شاه ولي احمدزي د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړنه بولي او وايي، چې له لومړنیو مرستو وروسته ټول ټپیان د کندز حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس