معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بغلان کې پرونيو سېلابونو د ۵۰ څخه د ډېرو کسانو ژوند اخیستی

بغلان کې پرونيو سېلابونو د ۵۰ څخه د ډېرو کسانو ژوند اخیستی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۲مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بغلان ولایت په مرکزي بغلان، برکې او پلخمري ولسوالیو کې د پرونیو راوتلو سېلابونو له امله له ۵۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

د بغلان د پیښو پر وړاندې د مبارزې رییس وایي، ډېر انساني زیان د مرکزي بغلان په لقیانو او شیخ جلال سیمو کې رامنځته شوی دی.

د سیمې د اوسېدونکو او روغتیاپالانو په وینا، ښایي د تلفاتو کچه نوره هم لوړه شي.

بل لور د بغلان اطلاعات او کلتور رییس وایي، د ژغورنې ټیمونه د پلخمري، برکې او مرکزي بغلان هغو سیمو ته رسېدلي، چې د سېلاب څپې په کې زوروې وې.

د نوموړي په خبره ګڼ کسان ژغورل شوي هم دي.

د بغلان ولایتي اداره وایي، سېلاب ځپلو سره د مرستې په موخه له ټولو شته امکاناتو ګټه پورته کوي او په عملي ډول د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست یوه اندازه خیمې او روغتیایي کیتونه دغو ولسوالیو ته رسولي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس