معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بلخ کې د آمو سیند پرمټ د ځمکې پر تخریب خلک اندېښمن دي

بلخ کې د آمو سیند پرمټ د ځمکې پر تخریب خلک اندېښمن دي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۳۰ مه نېټه):
د بلخ ولایت د شورتېپې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، آمو سیند د دې ولسوالۍ ځمکه پر ځان ورګډوي، چې د ځایي اوسېدونکو ژوند یې له ستونزو سره مخامخ کړی دی.
دوی د آمو سیند د غاړو د پخولو غوښتنه کوي.
د شورتېپې ولسوالۍ مسوولین هم دغه ستونزې مني او وايي، چې د حل په موخه یې له لوړ پوړو دولتي چارواکو سره خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د آمو سیند څخه د قوش تېپې کانال د جوړېدو لومړی پړاو بشپړ شوی او پر دوهم پړاو یې کار پيل شوی دی.
خلک او چارواکي وایي، تمه لري چې د دې کانال له بشپړېدو سره به د آمو سیند د تخریب مخه ونیول شي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس