معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بلخ کې د تالاشۍ په پلمه یو کور ته د تلونکو غلو دوه تنه ووژل شول

بلخ کې د تالاشۍ په پلمه یو کور ته د تلونکو غلو دوه تنه ووژل شول

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۲سمه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د بلخ امنیې قوماندانۍ ویلي، د هغو څلورو وسلوالو غلو له ډلې دوه یې امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي، چې یو کور ته د تالاشۍ په پلمه ورغلي وو.

مسوولینو ویلي، چې یاد غله د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو له نوم څخه په استفادې د تلاشۍ په پلمه یو کور ته ورغلي وو، چې د ځايي امنیتي سرتېرو له لوري تر پېژندنې وروسته یې دوه تنه ووژل شول او دوه نور یې وتښتېدل.

د بلخ امنیې قوماندانۍ ویلي، چې د تښتېدلو دوه نورو غلو د موندلو هڅې هم روانې دي.

له وژل شویو کسانو دوه میله کلاشنکوفونه هم پاتې شوي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس