کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې بلخ کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولینو ويلي، چې د یاد ولایت په مرکز کې د درې نیم لکه امریکایي ډالرو په پانګونې سره د غالۍ اوبدلو یوې کارخونې فعالیت پیل وکړ.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال ویلي، چې دغه کارخونه په نهرشاهي سیمه کې د یونسیار دفتر په مالي ملاتړ جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
هغه زیاته کړې چې یاده کارخونه د ۳ میاشتو په موده کې فعاله شوې، چې ۱۰۰ تنو ته په کې د کارکولو زمینه برابره شوې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/