معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بلخ ک ۹۷۳ میلیونه زاړه بانک نوټونه وسوځول شول

بلخ ک ۹۷۳ میلیونه زاړه بانک نوټونه وسوځول شول

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۶  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک ویلي، چې د دې بانک د لومړي مرستیال په مشرۍ یوه پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د زون په کچه را ټول شوي ۹۷۲ میلیونه او ۷۹۹  زره   زاړه  بانک‌نوټونه وسوځول.

د خبر پر بنسټ د یاد بانک مسوولینو زیاته کړې، چې سوځول شویو بانک نوټونو کې د یوې، دوو، پنځو، لسو، شلو، پنځو سوو او زرو افغانیو بانک نوټونه شامل وو.

تر دې وړاندې ننګرهار کې هم مسوولینو یو شمېر زاړه بانک نوټونه سوځولي وو.

دې وروستیو کې د ګڼو ولایاتو خلکو ویلي وو، چې د زړو بانک نوټونو له امله ستونزو سره مخ دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس