معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بلخ ګمرک کې د موټرو یو ستر تم ځای جوړیږي

بلخ ګمرک کې د موټرو یو ستر تم ځای جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۲ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مالیې وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې د بلخ ولایت په ګمرک کې د څه باندې ۴۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د موټرو یو ستر تم ځای جوړیږي.

د یادې پروژې په  پرانیست‌ غونډه کې د بلخ والي سوداګرو ته د ډاډ ورکولو ترڅنګ دا هم ویلي، چې د سرپرست حکومت د رهبرۍ په هدایت ټولې ادارې مکلفې دي چې په بېلابېلو برخو کې سوداګرو او پانګوالو ته لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.

د خبر پر بنسټ، د یاد وزارت چارواکو دغه راز ویلي، هڅه کوي چې په هېواد کې د سوداګرۍ د لا ودې او سوداګرو ته د لازمو آسانتیاوو د برابرولو په موخه د هېواد په نورو ګمرکونو کې هم د ورته پروژو پیل باندې کار کوي.

د بلخ ګمرک د موټرو تم ځای پروژه چې په شاوخوا ۷.۵ جریبه ځمکه کې پلې کیږي، لګښت یې د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کیږي او چارې به يې د ۷ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس