کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په بلوچستان ایالت کې پر یوې پوستې د وسلوالو د برید له امله یو پوځي وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.
د راپور پر بنسټ دغه برید د بلوچستان په قلات سیمه کې شوی دی.
د بلوچستان ایالتي حکومت د ویاند ویلي، بریدګر له برید وروسته تښتېدلي، خو په خبره یې د لټون لپاره یې چاڼیز عملیات جریان لري.
تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې وسلوالې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.
د پاکستان ګڼې سیمې دې وروستیو د ورته بریدونو او پېښو سره مخ دي، چې له امله یې دغه هېواد کې د اوسېدونکو ژوند تریخ شوی دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/