معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بلېنکن وایي، له افغانستانه د وتلو پرېکړه ستونزمنه، خو سمه وه

بلېنکن وایي، له افغانستانه د وتلو پرېکړه ستونزمنه، خو سمه وه

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲۵ مه نېټه):
د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن ویلي، چې.د سرپرست حکومت او نړیوالو ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو لاره د سرپرست حکومت د چارواکو لخوا په افغانستان کې د ښځو حقونو ته په درناوي پورې تړلې ده.
بلېنکن زیاته کړې، چې له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه ډېره ستونزمنه، خو سمه وه.
په ورته مهال افغانستان باندې د سرپرست حکومت دوه کلنې واکمنۍ د پوره کېدو په مناسبت د امریکا د کانګرېس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایک مک کال یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي پوځیانو پر وتلو نیوکه کړې او د دې کار پړه یې د ولسمشر جوبایډن پر حکومت اچولې ده.
بلېنکن همدا راز ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکا د بشپړ وتلو سره – سره، متحدو ایالتونو په تېرو دوو وروستیو کلونو کې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په برخه کې د مخکښ په توګه، لږ تر لږه ۱.۹ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس