معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / بنیټ د افغان نجونو او مېرمنو د حقونو اوسنی شاتګ بېساری بللی

بنیټ د افغان نجونو او مېرمنو د حقونو اوسنی شاتګ بېساری بللی

کابل/ګهیځ: نن پنجشنبه (د لړم/عقرب ۵مه او د اکټوبر میاشتې ۲۷مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بېنيټ وايي، د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو اوسنی شاتګ ښايي د دې هېواد په تاریخ کې بې‌سارې وي.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ (د تلې ۵مه) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د افغانستان په اړه د راپور ورکولو وروسته، چې په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت څرښېده، یوې خبري غونډې ته وکړې.
هغه وویل، افغانان په ځانګړي ډول مېرمنې او نجونې احساس کوي چې له نړۍ هېر شوي دي.
بېنيټ دغه راز څرګنده کړه، چې په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې د شاه تګ له خطر سره مخ شوې دي.
نوموړي وويل: “لومړی خو دا چې د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې ډېر شاتګ شوی، ممکن دا شاتګ په تاریخ کې بې‌ساری وي. په بله معنا چې دا شاتګ له ۱۹۹۶ کلونو هم لوی شاته تګ دی، ځکه کومې لاسته راوړنی چې په ۲۰۰۱ کال کې د جمهوریت د رامنځته کېدو وروسته په تېرو شلو کلونو کې ترلاسه شوې وې له شاتګ سره مخ شوي دي، او دا یو ستر شاه تګ دی.”
دا په داسې حال کې ده چې په پر افغانستان کې د سرپرست حکومت له تېرې څه د پاسه یو کلنې واکمنۍ راهیسې، له شپږم ټولګیو پورته د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو دروازې تړلي او په ګڼو بنسټونو کې ښځې له کاره منع شوي دي.
بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو تر لاس لاندې څېړنیزو بنسټونو باندې نیوکې کړي.
وزارت په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې دوی د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د بشري حقونو او بشري وضعیت د څار لپاره ګمارل شویو ادارو او اشخاصو ته د بې پرې موندنو شرایط برابر کړي دي.
خبرپاڼه کې نیوکه شوې چې د همکارۍ له دغې روحیې سره سره بیا هم ځینې اشخاص د واقعیت موندنې د علمي تګلارو خلاف د اوازو او مجازي سرچینو په استناد راپورونه جوړوي او د حاکم نظام پر ضد یې کاروي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس