معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بهرنیو چارو وزیر مسکو فارمټ څنډه کې د پاکستان او چین استازو سره ناسته کړې

بهرنیو چارو وزیر مسکو فارمټ څنډه کې د پاکستان او چین استازو سره ناسته کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال د یو ټویټ په کولو سره ویلي، چې د بهرنيو چارو سرپرست وزیر د مسکو فارمټ په څنډه کې د چين او پاکستان له ځانګړو استازو، يو شيانګ او اصف دراني سره ګډه ناسته کړې ده.
د دوی په خبره دې ناسته کې د افغانستان، پاکستان او چين پر اړيکو، ګډو ګټو او تهديدونو مفصلې خبرې شوې دي.
د بهرنيو چارو وزير دغه ناسته کې له پاکستاني لوري غوښتنه کړې، چې د ستونزو راپورته کېدو پرمهال بايد د رسنيزو څرګندونو پرځای له ډيپلوماتيکو لارو د مشکل د حل هڅه وشي.
چينايي لوري هم ډاډ ورکړی، چې سيمه کې د امنیت، ثبات او پرمختګ د ملاتړ په موخه چمتؤ دي، چې افغانستان سره په ګڼو برخو کې خپلې مرستې لا زياتې کړي.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس