معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بهرنیو چارو وزیر وایي، افغانستان سره د هېوادونو تعامل مثبت لوري ته روان دی

بهرنیو چارو وزیر وایي، افغانستان سره د هېوادونو تعامل مثبت لوري ته روان دی

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، د افغانستان پر وړاندې د ځينو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو منفي تعامل، دمګړۍ د مثبت کېدو په لور روان دی.
نوموړي په یوې غونډې کې زیاته کړې، چې د نړۍ هېوادونو په تېرو شلو کلونو او د سرپرست حکومت د نږدې دوو کلونو واکمنۍ په لړ کې له بېلابېلو فشارونو سره بریالي نه شول، چې خپلې موخې عملي کړي.
متقي همدارنګه ټینګار کړی، چې اوس نړیوالې ټولنې درک کړې چې د افغانستان خاوره د نړۍ لپاره ګواښ نه ده.
هغه زیاتوي چې نړیوال سازمانونه د اقتصادي وضعیت پر ښه‌والي، بانکي سیسټم، له نشه‌ يي توکو سره پر مبارزې او په هېواد کې د اداري فساد پر کموالي اعتراف کوي.
د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه زیاتوي چې دمګړۍ سرپرست حکومت په بهرني سیاست کې بریالی دی او یو ځل بیا د نړۍ له هېوادونو سره د سرپرست حکومت د ښو اړیکو پر غوښتنې ټینګار کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس