معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بښنې نړیوال سازمان بیا ځل پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه ښودلې

بښنې نړیوال سازمان بیا ځل پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بښنې نړیوال سازمان په پاکستان کې د څه باندې یو میلیون او ۴ لکه هغو بې اسناده افغان کډوالو په اړه اندېښنه وښوده، چې له هغه هېواده د اخراج له ګواښ سره مخامخ دي.
دغه سازمان نن پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، دغه شمېر کډوال د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې د پاکستان د ټاکل شوي مهلت له امله د اخراج له خطر سره مخامخ دي.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي، دا د کډوالو له بشري حقونو سرغړونه ده او د دغو کډوالو د خوندیتوب، سلامتۍ او اساسي خدماتو ته د لاسرسي په باب جدي اندېښنې ولاړوي.
دغه سازمان هم د پاکستان له حکومته پر خپله دغې پرېکړې د بیا کتنې او د نړیوالو بشري قوانینو د رعایت غوښتنه کړې ده.
ځینو کډوالو شکایت کړی، چې د قانوني اسنادو له لرلو سره – سره له پاکستانه افغانستان ته شړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس