معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بښنې نړیوال سازمان د پښتنو پر ضد وروستي اقدامات وغندل

بښنې نړیوال سازمان د پښتنو پر ضد وروستي اقدامات وغندل

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بښنې نړیوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې خېبر کې دې مخابراتي شبکې ژر تر ژره بېرته فعالې او د سوله‌‌‌‌ ییزو اعتراضونو حق ته دې درناوی وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د مخابراتي شبکو په پرچاو کولو او د سړکونو په بندولو سره د اعتراضونو مخنیوی د بیان د ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي د حقونو سرغړونه ده.

دغه سازمان ټینګار کړی، چې د پاکستان حکومت باید د سوله‌ ییزو لاریونونو پر وړاندې له غیرقانوني ځواکونو او میتودونو کار وانه‌ خلي.

له بلې خوا د پېښور لوړې محکمې د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت ته ویلي، چې پولیسو ولې د خېبر په جمرود کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلویانو پر ضد له اوښکې بهونکي ګاز څخه کار اخیستی؟

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو شکایت کړی، چې حکومت د دوی د هغې جرګې لپاره، چې د اکتوبر په یوولسمه یې رابللې، خېمې سوځولي او پر خلکو یې د اوښکي بهونکي ګاز د شیندلو ترڅنګ انترنیټ او موبایل ټیليفون شبکې ټولې بندې کړي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس