معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ترکش هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پيلوي

ترکش هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پيلوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۷ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فلای دوبۍ او ایر العربیه نړیوالو هوايي شرکتونو وروسته ترکي چارواکو هم کابل ته د ترکش هوايي شرکت د الوتنو د پیل خبر ورکړی.

د خبر پر بنسټ، کابل کې د ترکيې سفير جنک اونال د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزير سره په کتنه کې ويلي، ترکش هوايي شرکت به کابل ته خپلې الوتنې بېرته له سره پیل کړي.

په دې کتنه کې دواړو لورو په دوه اړخيزو ټرانسپورټي او ټرانزیټي همکاريو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پياوړتيا او نورو موضوعاتو باندې خبرې کړې دي.

یاده کتنه کې د ترکيې سفير ويلي، په افغانستان کې د سراسري امنیت له ټينګښت وروسته غواړي، د هوايي او ځمکني ټرانسپورټ په برخه کې له افغانستانه سره اړيکې پیاوړې کړي.

نوموړي زياته کړې، له ترکیې څخه به افغانستان ته هوايي الوتنو زياتېدو ترڅنګ به ترکش هوايي شرکت کابل ته خپل پروازونه پيل کړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس