معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ترکمنستاني لوري سره د ټاپي پروژې په ژر پیل خبرې شوي

ترکمنستاني لوري سره د ټاپي پروژې په ژر پیل خبرې شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۱ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر تېره ورځ کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له اجرایوي رییس مراد امانوف سره کتلي دي.

د راپور پر بنسټ، په دې کتنه کې د ټاپي پروژې د ارزښت، د ځمکو د استملاک، کابل ته د ترکمنستان تخنیکي ټیم د راتک او هرات کې د عملي چارو پیل لپاره د زمینه سازۍ په اړه هر اړخيزې خبرې شوې دي.

په کابل کې د ترکمنستان سفیر ويلي، د ټاپي پروژې د تطبیق لپاره تر بل هر وخت ښه زمینه برابره شوې او دوی د دې پروژې ژر پیل ته ژمن دي.

دغه راز د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، ياده پروژه نه یواځې د افغانستان، بلکې د ټولو دخیلو هېوادونو لپاره ګټوره بللې او ويلي يې دي، چې ټول افغانان د دې سترې اقتصادي پروژې تر شا ولاړ دي ‏او د افغانستان سرپرست حکومت هم په دې برخه کې بشپړې همکارۍ ته چمتو دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس