معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ترکيي پانګوال وایي، کانونو باندې پانګونه او پروسېس دواړه افغانستان کې کوو

ترکيي پانګوال وایي، کانونو باندې پانګونه او پروسېس دواړه افغانستان کې کوو

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کانونو او پترولیم وزارت ويلي، چې ترکیي پانګوالو د کانونو په برخه په افغانستان کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې.
د خبر پر بنسټ د کانونو او پترولیم وزارت مسوولینو ویلي، چې د دې وزارت سرپرست له ترکیي پانګوالو سره د افغانستان پر کانونو د پانګونې په اړه خبرې – اترې کړې دي.
کانونو وزارت زیاته کړې، ترکي پانګوالو په دې لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان په کانونو باندې به پانګونه او پروسېس د افغانستان د ننه کوي.
خبر زیاتوي، چې د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست په دې لیدنه کې له ترکي پانګوالو سره ژمنه کړې، چې د پانګونې په برخه کې به له خپله اړخه پوره همکاري ترسره کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس