معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ترکي پانګوالو افغانستان کې د اوبو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

ترکي پانګوالو افغانستان کې د اوبو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۲۰  نېټه):

د راپورونو له مخې.د ترکیې یو شمېر پانګوالو د اوبو او برېښنا له سرپرست وزیر سره لیدنه کې د اوبو په برخه کې پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې سرپرست وزیر ویلي، افغانستان له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژۍ د تولید ظرفیتونه لري او دوی په دې برخه کې د هر راز پانګونې هرکلی کوي.

نوموړي ټینګار کړی چې د دواړو لورو د مسوولینو ترمنځ د لا زیاتي همغږۍ په موخه دې تخنیکي ناستې ترسره شي، څو ډېر ژر د دې پانګونو لپاره زمینه چمتو او عملي چارې پیل شي.

ترکیي پانګوال په داسې حال کې د  اوبو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښيي چې سرپرست حکومت وايي، هڅه کوي د هېواد ټولې اوبه کنټرول او له دې برخې څخه د برېښنا او کرنې سکتور ته وده ورکړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس