معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ترکیه او سوریه کې د زلزلو له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۴۵ زرو واوښت

ترکیه او سوریه کې د زلزلو له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۴۵ زرو واوښت

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۹ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې دغو دواړو هېوادونو کې د شوې خونړۍ زلزلې څخه یولس ورځې وروسته د مړو شویو کسانو شمېر له ۴۵ زره کسان څخه واوښت.
تېره ورځ ترکیه کې درې تنه له نړېدلو ودانیو څخه ژوندي راوویستل شول.
په ترکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیره ۳۹ زره ۶۷۲ تنو ته رسیدلې او په سوریه کې بیا دا شمېره ۵ زره ۸ سوه تنه ده، د خو درسنیو د خبر له مخې دا جزیات وروستي نه دي او ښایي چې نور هم پورته لاړ شي، ځکه د دوی په خبره تر ړنګو وړانیو لاندې لا هم د ژغورنې عملیات دوام لري.
د ترکیې په معاصر تاریخ کې دا تر ټولو بده زلزله ثبت شوې، چې شاوخوا ۲ لکه ۶۴ زره اپارتمانونه یې ویجاړ کړي او په لکونه خلک یې بې کوره کړي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس