معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ترکیه او سوریه کې د شوې زلزلې له امله د مړو شویو شمېر له ۴ زره ۳ سوو څخه واوښت

ترکیه او سوریه کې د شوې زلزلې له امله د مړو شویو شمېر له ۴ زره ۳ سوو څخه واوښت

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۸ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې په ترکیه او سوریه کې د شوې زورورې زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۴ زره ۳ سوو اوښتی دی.
د ترکیې د بیړنیو پېښو ادارې ويلي،‌ په دغه هېواد کې نږدې ۲۹۲۱ کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي.
په سوریه کې بیا تر دې مهاله د څه باندې ۱۴ سوه کسانو د وژل کېدو پخلی شوی دی.
د راپورونو له مخې د شپې هم مرستندویان او د ژغورنې ډلو د زلزلې د قربانیانو وېستلو عملیات روان ساتلي، خو په سیمه کې د تېز باران او واورې اورښت له امله یې کارونه له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوي دي.
ترکي چارواکي وايي، چې د ژغورنې عملیات لا هم روان دي او وېره ده چې ښايي د قربانیانو شمېر نور هم لوړ شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس