معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ترکیه او مصر د یو بل هېوادونو ته سفیران لېږي

ترکیه او مصر د یو بل هېوادونو ته سفیران لېږي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۹مه نېټه):
د راپورونو له مخې د مصر ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، د دغه هېواد ولسمشر عبدالفتاح السيسي او د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان موافقه کړې، چې ژر د خپلو ډيپلوماټيکو اړيکو کچه لوړه کړي او يو بل ته به سفيران واستوي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داود اوغلو په تېره میاشت کې له خپل مصري سیال سره د کتنې پرمهال ویلي وو، چې ترکیه او مصر به خپلمنځي اړیکې ښې کړي او ډيپلوماتیکې اړیکې به يې د سفیر کچې ته لوړې کړي.
وروسته له هغې چې د مصر پخوانی ولسمشر محمد مرسي په ۲۰۱۳م کال کې له واکه لرې کړی شو، د مصر او ترکیې ترمنځ اړیکې خرابې شوې او ډيپلوماتیکې اړيکې يې ټيټې کچې ته ورسېدې.
دواړو خواوو په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې د لوړ پوړي ډيپلوماتانو مشورې بیا پيل کړې او له وروستیو څو میاشتو راهیسې د دواړو خواو اړیکو ته د عادي کېدو تمایل زيات شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس