معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ترکیه د افغانستان د کانکور سیستم نوی کوي

ترکیه د افغانستان د کانکور سیستم نوی کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې په کابل کې د ترکیې سفیر ويلي، هېواد یې له افغانستان سره ښې اړيکې لري او له همدې لارې غواړي چې په دې هېواد کې د ظرفيتونو په لوړولو کار وکړي. نوموړي ويلي، چې ترکیه غواړي له افغانستان سره په هره برخه کې اړیکې پراخې کړي، چې د پوهنې مسله یې لومړیتوب دی.
نوموړي زیاته کړې، غواړي چې له افغانستان سره خپلې څو کلنې تجربې شریکې کړي او د ظرفیت لوړولو ته ډېر ارزښت ورکړي.
دغه راز د د ترکیې ملي ازموینو ادارې مرستیال هم ويلي، چې دوی د ازموينې په برخه کې څو کلنه تجربه لري، دقت او سمون يې په اصولو کې تر ټولو اړین اصل دی.
هر کال له پېنځه زره څخه زياتې پوښتنې له تکرار پرته چمتو کوي او غواړي دا تجربه له افغانستان سره شريکه کړي.
په ورته مهال، د افغانستان د ازموینو ملي ادارې مشر ويلي، دوی د پوهنې په برخه کې له ترکیې څخه د نورو ډېرو مرستو او همکاریو غوښتونکي دي او غواړي، چې د ترکیې له تجربو څخه ګټه پورته کړي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس