معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ترکیه کې تر نن سهاره ۹۲ سلنه رایې شمېرل شوي

ترکیه کې تر نن سهاره ۹۲ سلنه رایې شمېرل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۵ نېټه):
د ترکي رسنیو د خبرونو له مخې د ترکیې د ټاکنو عالي شورا اعلان کړی، چې د دغه هېواد د ولسمشرۍ نږدې ۹۲ سلنه رایې شمېرل شوې دي.
رسنۍ وایي د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، تر اوسه رجب طیب اردوغان ۴۹.۴۹ سلنه او قلیچدار اوغلو ۴۴.۷۹ سلنه رایې ګټلې دي.
ګڼو رسنیو او د تاکنو د پایلو څارونکو اټکل کړی، چې ښایي ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې شي.
د ترکیې اوسني ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي، د ولس پرېکړې ته درناوی لري او کۀ هر یو ګټونکی شو، دۀ ته د منلو وړ ده.
ښایي د نن ورځې تر پایه د ترکیې په بېلابېلو سیمو کې پاتې اته سلنه رایې هم وشمېرل شي، چې ورسره به د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی او یا بل پړاو ته د ټاکنو د تللو پرېکړه جوته شي.

ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس