معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ترکیه کې د دیني عالمانو د غونډې پای؛ د افغان حکومت په رسمیت پېژندو کې د اسلامي هېوادونو پر مثبت رول ټینګار شوی

ترکیه کې د دیني عالمانو د غونډې پای؛ د افغان حکومت په رسمیت پېژندو کې د اسلامي هېوادونو پر مثبت رول ټینګار شوی

کابل/ګهیځ: نن دوشنبه (د تلې/میزان ۲۵مه او د اکټوبر میاشتې ۱۷مه نېټه ده) په ترکیه کې د نړۍ د دیني عالمانو غونډه په یوه پرېکړه لیک پای ته ورسېده چې دوه مادې یې د افغانستان په اړه دي.

په دغې غونډې کې د ګډون لپاره له افغانستانه د حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد ترکیې ته تللی و.

هغه پر خپل ټویټر لیکلي چې د پرېکړه لیک په ۱۲ ماده کې، په افغانستان کې د امریکايي اشغال پای او د ا.ا په رامنځ ته کېدو سره د نړۍ له هېوادونو غوښتل شوي، چې د نورو اسلامي هېوادونو او افغانستان تر منځ د هراړخیزو اقتصادي، سیاسي او کلتوري اړیکو په رامنځ ته کولو او رسمیت پېژندنه کې مثبت رول ولوبوي.

د دغې غونډې د پرېکړه لیک په ۱۳ ماده کې چې، د افغانستان په اړه ده، ویل شوي، چې په دغه هېواد کې راغلی ناوړه اقتصادي وضعیت د نړۍ د عالمانو مسوولیت لا پسې زیاتوي.

پرېکړه لیک په دې ټینګار کوي، چې افغانانو ته دې د ګټور او حلال اقتصاد د پیاوړي کولو لار هواره شي او په خبره یې عالمان دې د خپلو هېوادونو سوداګر او حکومتونه له افغان ولس سره مرستو ته وهڅوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د یاد پرېکړه لیک دوهمه ماده د ټولو اسلامي هېوادونو لپاره  هر ډول زدکړې مهمې بللي او ټینګار کوي، چې اسلامي نړۍ باید د عقیدوي او فکري زدکړو تر څنګ د نور ګټورو زدکړو په ډګر کې هم ښه وځلېږي.

د یادولو وړ ده، چې ذبیح الله مجاهد دغې غونډې ته د وینا پر مهال په نوې ژمنې سره په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو پرانستل حتمي وبلل او په خبره یې، دا مهال د نصاب په سمونې، د تګ راتګ لپاره د ترانسپورټي وسایلو پر چمتو کولو او د نجونو لپاره د جلا ښوونیز او معیاري سیسټم پر جوړولو کار روان دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس