معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / ترکیې او اماراتو افغانستان کې د نجونو په اړه پر وروستیو بندیزي پرېکړو خبرې کړي

ترکیې او اماراتو افغانستان کې د نجونو په اړه پر وروستیو بندیزي پرېکړو خبرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۵ مه نېټه):
د رسنیو د راپورونو له مخې د ترکیې او متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرو کې پر افغان ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو په اړه خبرې کړي.
دغو خبرو کې مولود چاوش اوغلو له شیخ عبدالله بن زید النهیان دواړو په ګډه د افغانستان له اوسنیو حاکمانو غوښتي چې د ښځو د تعلیم او کار پر پرېکړو دې له سره غور وکړي.
النهیان په دغو خبرو کې د سرپرست افغان حکومت له لوري پر نجونو لګول شوي بندیزونه د بشر له بنسټیزو حقونو سرغړونه بللې.
د دغو دوو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو لخوا ټیلیفوني خبرو کې د افغانستان په اړه خبرې په داسې مهال کیږي چې افغانستان کې پر نجونو او مېرمنو د لګول شویو محدودیتونو له امله د نړۍ پراخ غبرګونونه لا دوام لري.
د دوی د څرګندونو په غبرګون کې لا افغان حکومت څۀ نه دي ویلي، خو تېر کې یې ویلي چې دوی د اسلامي شریعت او افغاني دود په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس