معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ترکیې د سوریې له حکومته غوښتي، چې له خپلو وسلوالو مخالفو سره موافقې ته ورسیږي

ترکیې د سوریې له حکومته غوښتي، چې له خپلو وسلوالو مخالفو سره موافقې ته ورسیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په انقره کې له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره ګډې خبري غونډې ته په وینا کې ویلي، چې د سوریې کړکېچ د ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.

د نوموړي په وینا دغه ستونزه هغه مهال حل کېدلی شي، چې د دې هېواد حکومت له خپلو خلکو او وسلوالو مخالفینو سره موافقې ته ورسیږي.

هغه د آستانه پروسې د بیا پیل غوښتنه وکړه، چې د روسیې، ایران او ترکیې درې اړخیزې خبرې په کې شاملې دي.

تر دې مخکې رویټرز آژانس راپور ورکړ، چې ایران پلوه وسلوالې ډلې له عراق څخه سوریې ته ننوتې او د کلابندو دولتي ځواکونو د ملاتړ لپاره د سوریې شمال ته لېږل شوې دي.

د سوریې پوځ سرچینو تایید کړې چې په دغو ډلو کې حشدالشعبي، د عراق کتایب حزب‌الله او د فاطمیون لښکر شامل دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس