معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تر راتلونکو ۷ میاشتو د کابل – کندهار لویې لارې د جوړېدو چارې بشپړیږي

تر راتلونکو ۷ میاشتو د کابل – کندهار لویې لارې د جوړېدو چارې بشپړیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کابل – کندهار لویې لارې جوړولو د قراردادي شرکت مسوولینو ويلي، چې د دې لارې د جوړېدو چارې به تر راتلونکو ۷ میاشتو بشپړې شي.

کابل – کندهار لویه لار چې د هېواد مهمه او ټرانزیټي لار ده، سویلي حوزه له پلازمېنې کابل سره نښلوي.

د دې لارې ډېره برخه د تېرو جګړو او لوړ وزن لرونکو موټرو تګ – راتګ له امله ویجاړه شوې ده.

پر دې لویې لارې تلونکي خلک د سرپرست حکومت له مسوولینو د پروژې د چارو چټکتیا او په جدي توګه د کېفیت د څارنې غوښتنه کوي.

د کابل – کندهار لویه لار ۴۸۰ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د جوړولو چارې یې د ۱۴۰۱ کال د وږي په ۲۵مه نېټه د ټولګټو چارو وزارت له لوري پیل شوې.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس