کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۲ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د برېښنا شرکت مسوولینو ویلي، چې ازبکستان کې د وارداتي برېښنا دتاسیساتو د ترمیم له امله به تر نن مازیګر پنځو بجو د هېواد برېښنا ۵۰ سلنه کمه وي.
د خبر پر بنسټ د برېښنا شرکت زیاته کړې، چې د ازبکستان وارداتي برېښنا به په یاد هېواد کې له ترمیم او اساسي رغونې وروسته بېرته عادي حالت ته راشي.
دوی ویلي، چې د دغې برېښنا د کمبود له امله به د کابل صنعتي پارکونو، خُلم او خنجان سب سټېشنونو سربېره د سمنګان، پروان، کاپیسا، پنجشیر، ننګرهار، لغمان، غزني، مېدان وردګ، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې د برېښنا پرچاوي ډېره وي
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/