معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تعلیمي بهیر؛ د زابل دوه ولسوالیو کې له لسیزو راهیسې بند ښوونځي بیا پرانستل شوي

تعلیمي بهیر؛ د زابل دوه ولسوالیو کې له لسیزو راهیسې بند ښوونځي بیا پرانستل شوي

کابل/ګهیځ: کابل/ګهیځ: نن شنبه (د تلې/میزان ۲۳مه او د اکټوبر ۱۵مه نېټه ده) د زابل پوهنې ریاست د دغه ولایت په دوه ولسوالیو کې له څلورو لسیزو راهیسې د بند ښوونځیو له بیا پرانستو خبر ورکړی.

دا ښوونځيو شینکۍ او نوبهار ولسوالیو ته د زابل ولایت د پوهنې رییس مولوي محمد عثمان حریت د سفر په ترڅ کې پرانستل شوي دي.

د معلوماتو له مخې د نوبهار او شینکۍ ولسوالیو په اکازو او فقیرزو کلیو کې شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ اوسېږي چې له څلورو لسیزو را پدېخوا له زده کړو بې برخې وو.

عثمان حریت د ښوونځیو لپاره د معیاري ودانیو د جوړولو لپاره د هڅو ژمنه وکړه.

دا نه دي ول شوي، چې دې ښوونځیو ته به پر هلکانو سربېره نجونې هم ور ځي او که نه خو ا.ا پر افغانستان له بیا واکمنېدو را وروسته په دې هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي.

که څه هم حکومتي چارواکو په دې تړاو د یوې طرحې له جوړولو وروسته د ښوونځیو د پرانستو تکراري ژمنې کړي خو له یو کال ډېره موده وشوه چې په دې اړه کوم مثبت خبر نه تر سترګو کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس