معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تـ ـحریر الشام ځواکونو د حلب نظامي هوایي ډګر نیولی

تـ ـحریر الشام ځواکونو د حلب نظامي هوایي ډګر نیولی

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې سوریه کې د تحریر الشام جهادي ډلې په مشرۍ د یرغل مخنیوي عملیات (ردع العـ.دوان) دوام لري.

دغې ډلې د حلب نظامي هوایي ډګر، توپخانې اکاډمي، مرکزي زندان او شیخ نجارا صنعتي سیمه د بشار الاسد د رژیم له کنټروله ویستلې.

د حلب پوځي هوایي ډګر د نیولو سربېره، د اسد رژیم ګڼې جنګي او بې پیلوټه الوتکې د تحریر الشام ځواکونو لاس ته لوېدلې دي.

د فرانسې خبري آژانس راپور ورکوي، چې په دغو جګړو کې تر اوسه ۴۱۲ کسان وژل شوي دي.

د نړیوالو څېړنو په وینا، حلب له اسد رژیم څخه وتلی ښکاري او د بیا نیولو هڅې به د رژیم لپاره سترې اقتصادي او نظامي ستونزې رامنځته کړي.

د راپورونو له مخې، د تـ ـحریر الشام ځواکونه د حماه ښار ته رسېدلي او د شاوخوا ۱۶ کلیو او ښارګوټو کنټرول یې ترلاسه کړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس