معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تورخم بندر کې د توپان له امله خرابو شویو چتونو بیارغونه ترسره شوه

تورخم بندر کې د توپان له امله خرابو شویو چتونو بیارغونه ترسره شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۷مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تورخم ښارګوټي کې د مسافرو د تګ_راتګ د لارې هغه چتونه، چې څو ورځې وړاندې د شدید باد، باران او توپان له امله خراب شوي وو، بېرته یې د رغونې چارې د تورخم ښاروالۍ په مالي ملاتړ او د ښارګوټي د کمیسار په همکارۍ ترسره شوې.
د تورخم ښاروالۍ مسوولين وایي، صفري نقطه کې هم د دغه ډول چتونو د رغولو چارې د یو افغاني شرکت سره د ۱.۶ ميلیونه افغانۍ په قرارداد سره پرمخ روانې دي.
پر دې لارې تلونکي مسافر هم خوښ دي، چې د دغو سهولتونو رامنځته کېدو سره به دې برخه کې له شته ستونزو خلاص شي.
مسوولین وایي، ژمن دي چې دغه سیمه کې به د مسافرو لپاره ټولې هغه اسانتیاوې چې ورته اړتیا وي، برابرې کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس