کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۱ نېټه):
تورخم کې ځایي مسوولینو رسنیو ته ویلي، چې پر دغې لارې د وري میاشتې له ۹ مې تر ۱۶ مې نېټې پورې ۱۱۷ هغه کورنۍ چې پاکستان کې یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل، افغانستان ته راغلي دي.
د دوی په خبره یادو کورنیو کې ۳۲۲ تنه نارینه او ۳۲۵ تنه ښځینه وو شتون درلود، چې ټول شمېر یې ۶۴۷ تنو ته رسېده.
تورخم کې د انتقالاتو سرپرست آمر بخت جمال ګوهر په وینا نوموړې کورنۍ د تورخم بندر له لارې د هېواد بېلابېلو ولایاتو ته را ستانه شوي دي.
د ده په خبره له دغو کورنیو ننګرهار ته ۶۱، چې ۱۶۹ یې نارینه او ۱۶۰ یې ښځینه دي، همدارنګه کنړ ولایت ته ۹۱، بغلان ته ۵۷، پکتیا ته ۱۸، کندوز ته ۳۵، لغمان ته ۴۴، بلخ ته ۱۲، خوست ته ۱۱، پروان ته ۱۲، لوګر ته ۷ او مېدان وردګو ته دوه تنه راستانه شول.
هېره دې نه وي چې همدې موده کې له پاکستان هېواد څخه افغانستان ته له راغلو یادو کسانو سربېره ۵۸ تنه نور ډيپورټ شوي افغانان هم له دغې لارې خپل ملک ته راستانه شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/