معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / توماس وېسټ له ترکي چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي

توماس وېسټ له ترکي چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۵مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ د دوه ورځني سفر لپاره انقرې ته رسېدلی دی.

د خبر پر بنسټ هغه د دغه سفر په لړ کې له یو شمېر ترکي چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي.

نوموړي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې په انقره کې یې د دوو ارزښتمنو ورځو په لړ کې په افغانستان کې يې د ټولیزې دیپلوماسۍ پر اړتیا، د مرګونو سېلابونو او ناورینونو وروسته له خلکو سره د مرستو او د افغانانو له بشري حقونو د ملاتړ په اړه یې د ترکیې له سفیر اوزان ارطغرل او نورو ترکي چارواکو سره خبرې کړې دي.

نوموړي په دغه لیکنه کې د افغانستان د خلکو ملاتړ په برخه کې د ترکیې له هڅو مننه کړې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس