کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د روغتیا نړیوال سازمان ويلي، تېره اونۍ په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ له امله ۹ کسان مړه او ۵۴ نور پرې اخته شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان، په افغانستان کې د ساري ناروغیو د خپرېدو وضعیت په اړه د راپور په خپرولو سره ویلي، چې تېره اونۍ ګانګو ناروغۍ په دغه هېواد کې ۹ کسان مړه او ۵۴ نور یې اخته کړي دي.
په راپور کې راغلي، چې د نويو ثبت شويو پېښو په ګډون د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې ټولټال د کانګو یا وینې بهېدونکې تبې ۴۹۴ پېښې ثبتې شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان په دې راپور کې زیاته شوې، چې د روان زېږدیز کال د پیل راهیسې د کانګو ناروغۍ د مړینې شمېرې ۴۷ ته رسیږي، چې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې ثبت شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/