معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۰۰ زره ټنه انتقالات شوي

تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۰۰ زره ټنه انتقالات شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۴ نېټه):
د راپورونو له مخې د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي، په تېره یوه اونۍ کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۱۰۰زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
د خبر له مخې دغې ادارې زیاته کړې، چې تېره اونۍ د حېرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۱۰۰ زره ۸۹۰ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي، چې په یادو توکو کې ۹۷۶ ټنه توکي صادر شوي دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي اداره وايي، دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر او معیاري چوپړتیاوې خلکو ته وړاندې کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس