معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېره جولای میاشت افغانستان کې سېلابونو ۴۳۸ کسانو ته مرګ – ژوبله اړولې

تېره جولای میاشت افغانستان کې سېلابونو ۴۳۸ کسانو ته مرګ – ژوبله اړولې

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍادارې یا اوچا په خپل تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې افغانستان کې د جولای میاشتې په سېلابونو کې ۵۸ کسانو ژوند بایللی او ۳۸۰ نور ټپيان شوي دي.

د دې ادارې په خبره دغو سېلابونو د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ۲۴۵ ولسوالۍ زیانمنې کړې دي.

د دغه راپور له مخې، سېلابونو د افغانستان په ختیځو او شمال ختیځو ولایتونو کې شاوخوا ۲ زره کورنۍ هم اغېزمنې کړې دي.

یادې ادارې ټینګار کړی چې وروستیو سېلابونو شخصي توکو او ملکي زېربناوو ته هم زیان اړولی دی.

په راپور کې ویل شوي چې سېلابونو تر ډېره په بدخشان، ننګرهار او بغلان کې زیان اړولی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس