معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېره شپه ناوخته ننګرهار کې د عامې روغتیا رییس له يو شمېر روغتونونو ناڅاپي لیدنه کړې

تېره شپه ناوخته ننګرهار کې د عامې روغتیا رییس له يو شمېر روغتونونو ناڅاپي لیدنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۵ مه نېټه):
دغه ولایت کې د باختر اژانس خبر ورکړی، چې د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمد رحیم قلندري د JACK تطبیق کوونکې مؤسسې ولایتي مسوول ډاکټر احمدالله شینواري په ملتيا تېره شپه ناوخته د کامې د ولسوالۍ روغتون، د سنګر سرای او د بهسودو بلندغر بشپړ روغتيايي مرکزونو څخه لیدنه ترسره کړې ده.
د یاد اژانس د خبر له مخې نوموړي یادو لیدونو کې د روغتیایي خدمتونو د ارزونې په موخه ځینې برخې له نژدې ولیدلې دی.
دغه راز د خبر له مخې لیدل شویو روغتیایي مرکزونو کې ستونزې او نیمګړتیاوې هم مشخصې شوې او مسوولینو ته یې د وړانديزونو د حل ډاډ ورکړل شو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس