کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېره یوه میاشت کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۳۱۷ زره ټنه انتقالات ترسره شوي.
دغه انتقالات د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې شوي، چې په کې ۳۱۷ زره ۴۵ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.
په یاد توکو کې ۸ زره ۴۴۷ ټنه توکي صادر شوي، چې د مسوولینو په وینا د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅې کوي.
د دوی په خبره موخه یې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابرول او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کول دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/