معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېره میاشت ۱۶۰ ټانکره بې‌ کېفیته تېل ایران ته ګرځول شوي

تېره میاشت ۱۶۰ ټانکره بې‌ کېفیته تېل ایران ته ګرځول شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۴  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سټنډرډ ملي ادارې ویلي، چې د تېرې یوې میاشتې موده کې ۱۰۳ ټانکره بې کېفیته تېل بېرته ایران ته مسترد شوي دي.

یادې ادارې زیاته کړې، د دغو ټانکرونو تېل چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود، د فراه په ۷۸ میل بندر کې ایران ته مسترد شوي دي.

مسوولین وایي، چې دوی په دې وروستیو کې په خورا جدیت د بې کېفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

یادې ادارې له ټولو سوداګرو غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کېفیته توکي وارد کړي، کنه نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس